دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 162585
د اماراتو د ښارګوټی ستونزې او د ښار او کور جوړونې وزارت اقدامات
د ښار او کور جوړونې وزیر ښاغلي سید سعادت منصور نادري د اماراتو ښارګوټی یا د شیخ خلیفه بن زاهد النهیان د ښارګوټی د ستونزو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړی په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د ښارګوټی د جوړولو چارې له بېلا بېلیو ستونزو سره مخ وه چې د ښارګوټی جوړولو او پرانیستلو چارې له ځند سره مخ کړي وه.
ښاغلي نادري زیاته کړه، چې د قراردادیانو ترمنځ حقوقي ستونزې یو له مهمو ستونزو څخه وه چې د یاد وزارت د نوي مشرتابې د منځګریتوب او د هلو ځلو په پایله کې حل کړای شول.
هغه وویل، چې د ښارګوټی ناسم پلان هم ساختماني چارې له ځنډ سره مخ کړي وه ځکه په دغه پلان کې د برښنا او د اوبو د وېش په ګډون یو شمېر اسانتیاوې په پام کې نه و نیول شوی.
د ښار او کور جوړونې وزیر په همدې حال کې وویل، چې په دغه ښارګوټی کې به د راتلونکو درېیو میاشتو په موده د برښنا یو بل سب سټیشن هم جوړه شي.
 شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان یا د اماراتو ښارګوټی د یکشبنې په ورځ د جګپوړو افغان او امارتي چارواکو په حضور کې پرانستل شوه.
د چارواکو په وینا، د امارتو ښارګوټی ۳۳۳۰ اپارتمانونه لري او د برښنا د سب سټیشن په ګډون، د اوبو متر، د تک راتګ منظمې لارې په ګډون یو شمېر مهم اسانتیاوې هم پکې جوړې شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4iqsp2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته