دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 162589
وسله والو د لوګر د والي مرستیال وواژه
افغان چارواکي وايي چې وسله والو د لوګر د والي مرستیال قمرالدین شکیب وژلی دی.

د لوګر د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې مرستيال قمرالدين شکېب د پنجشنبې په ورځ (اپریل۲۶) له غرمې وروسته په محمداغې ولسوالۍ کې په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
د افغانستان د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په یوې اعلامیې کې دا پېښه تاید کړې ده.
د لوګر د ولایتي شورا يوه غړي عبدالولي وکيل امريکاغږ ته وويل، چې دغه وسله وال بريد د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سيمه کې د ښاغلي شکېب پر موټر شوی دی.
ويل کېږي، چې له قمرالدين شکېب سره د لوګر د والي وياند سليم خان صالح او د استناف محکمې رئيس حقيق الرحمن هم په موټر کې سپاره وو او کابل ته په لاره وو.
ښاغلي وکيل زياته کړه چې په پېښه کې قمرالدين او موټر چلوونکی وژل شوي او دوه ستاتونکي او د محکمې رئيس حقيق الرحمن ټپيان دي خو د لوګر د والي وياند په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکول کېږي.
ځينو سرچينو ويلي چې په سليم خان صالح هم وژل شوی، خو د ولايتي شورا غړي وايي چې هغه په دې بريد کې ټپي شوی دی.
تر اوسه د دې بريد مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7x9qyak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته