کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د پسرلینو عملیاتونو اعلان په وړاندی امریکا بهرنیو چارو وزارت سرپرست غبرګون

6 ثور 1397 ساعت 17:15

امریکا بهرنیو چارو وزارت سرپرست جان سالیوان وایی چی طالبانو له لوری د عملیاتو اعلان دا ښیی چی دا ډله د هغه تاوتریخوالی مسؤوله ده چی افغانانو ژوند یی تباه کړي.



جان سالیوان ویلي دي په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته د سولې پیشنهاد کړی، د طالبانو نویو د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته هیڅ توجیه نه لیدل کېږي.
نوموړي ویلي امریکا د طالبانو او تروریستي ډلو پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان له خلکو او له زړورو افغان امنیتي ځواکونو سره ولاړه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې پیشنهاد ته په اشاره ویلي چې دا ډله باید په بهر کې له خپلو پناه ځایونو راووځي او په انتخاباتو کې د ګډون له لارې دې د افغانستان د راتلونکې لپاره کار وکړي.
دغه راز په کابل کې د امریکا سفیر جان باز هم د طالبانو د پسرلینو عملیاتو اعلان غندلی دی او په یوه ټویټ کې يې نن پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.


د مطلب کود: 162593

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162593/طالبانو-د-پسرلینو-عملیاتونو-اعلان-په-وړاندی-امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-سرپرست-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com