دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 162689
په افغانستان کې هوایي بمبارۍ په بې ساري کچه زیاتې شوي
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ریکارډ په کچه هوایي بمبارۍ کړي چې په تیرو ١٧ کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.
د ٢٠١٧ کال د اگست میاشتې راهیسې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه، د ٢٠١٨ کال د لومړیو دریو میاشتو بمباري د جگړې د سختیدو شاهدي ورکوي.
خو "د طالبانو روایات" په نامه کتاب لیکوال تاماس جانسن وایي د تیرو ١٧ کلونو بمباریو ونشو کړی چې دغه شخړه پای ته ورسوي او د هغه په اند نور بمونه به هم کومه مرسته ونکړي.
ښاغلي جانسن امریکا غږ ته وویل "زما په اند امریکا دا کار د ناچارۍ له وجې کوي. دوی نشي کولای چې په هوایي بمباریو کې دومره شمیر طالبان ووژني چې پر جگړې اثر وکړي".
پداسې حال کې چې په افغانستان هوا د گرمیدو په حال کې ده ښایي په ٢٠١٨ کال کې تاوتریخوالی نور هم زور واخلي. د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتو د رای اچونې پر یو مرکز د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په برید کې نږدې ٦٠ تنه ووژل شول او په لسگونو نور ټپیان شول.
له بلې خوا دغه تاوتریخوالی پداسې حال کې زور اخلي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې سیاسي ډگر ته مخه کړي او په راتلونکو انتخاباتو کې گډون وکړي. د جمهور رئیس غني دغه هڅه د تماس جانسن په څیر څیړونکو هم تائید کړې چې وایي د افغانستان جگړه پوځي حل نلري.
ښاغلی جانسن پدې ټینگ باور لري چې که هوایي بمبارۍ دوه چنده هم شي {امریکا} به هیڅکله هم دغه جگړه ونه گټي. د هغه په اند "دغه جگړه یواځې سیاسي حل لاره لري".
خو د امریکا پوځي چارواکي وایي د بمباریو دغه کمپاین د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده او مهه نده چې دا کار څومره وخت نیسي، خو انجام یې د مذاکراتو له لارې د لانجې حل کیدل دي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جان نکلسن ویلي دي چې "زمونږ شتون اوس په زمان پورې نه بلکه په شرایطو پورې مربوط دی. مونږ به تر هغه دلته یو چې دغه کار بشپړ شي".
خو د امریکا غږ د خبریال بیل گالو په وینا همدغو امریکایي جنرالانو دا هم ویلي دي چې د افغانستان جگړه په بند بست حالات کې ده.
د امریکا د پوځ د وروستیو اټکلونو له مخې د افغانستان حکومت د هیواد په نیمایي ولسوالیو باندې کنترول لري او نیمایي نور یا د مخالفینو په کنترول کې دي او یا هم په کې برلاسي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6inzw23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته