کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان پر ۷ ولسوالیو باندی د طالبانو برید

9 ثور 1397 ساعت 9:49

طالبانو ډله د یو لړ عملیاتو په لړ کې په یو وخت کې د بدخشان پر اوو ولسوالیو باندی برید کړی او ددی ولایت ځینی پولیس ځواکونو د وژل کیدو او ټپی کیدو لامل شوی دی.



عبدالخالق آقسای، د بدخشان پولیسو قوماندان د طالبانو برید په اړه وایی: طالبان په اوو ولسوالیو کې جنګ په یو وخت شروع کړی او د مهاجمانو سره مقابله لپاره، تازه نفس ځواکونه دا ولسوالی ته اعزام شوی دی.
د بدخشان په ولایت کې هم  د تلفاتو دقیق شمیر په تر اوسه مشخص نه دی خو سیمه ایز سرچینی وایی لږ ترلږه دری پولیس په دی نښتو کې وژل شوی دی.
د تخار په ولایت کې سیمه ایز سرچینی تایید کړی چی د ګورتیپه استراتژیک سیمه د خواجه غار ولسوالی کې د طالبانو په لاس کې لویدلی دی، طالبانو پر دی ولسوالی باندی کنترول سره کولای شی څو نور همجواره ولسوالی ګواښ کړی.
ننګرهار ولایت هم د طالبانو تر برید لاندی راغلل، افغانستان امنیتی ځواکونو پر یو پایګاه باندی برید له امله، پنځه پولیس سرتیری وژل شوی او پایګاه کنترول هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.
دا بریدونه په داسی حال کې ترسره شوی چی څو ورځې مخکې طالبانو د پسرلني برید خندق په نامه عملیاتونو شروع کیدو څخه خبر ورکړ.
 


د مطلب کود: 162703

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162703/د-بدخشان-پر-۷-ولسوالیو-باندی-طالبانو-برید

آوا
  https://www.avapress.com