دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 162797
غزنی نویو نښتو کې د ۳۰ تنو ژوبل کیدنه
غزنی سیمه ایز چارواکې په دی ولایت کې د ۳۰ تنو طالب، ملکی کسان او امنیتی ځواکونو وژل کیدو او ټپی کیدو څخه خبر ورکوی.

عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په اړیکه کې وویل: د شنبه شپی بریدونو له امله امنیتی ځواکونه غزنی نوغی سیمه کې، ۴ تنه طالب وژلی او یو طالب هم نیولی دی.
نوری زیاته کړه: تیره شپه طالبان امنیتی پوستی د ده یک ولسوالی رباط کلي، تر برید لاندی راوستله چی په ترڅ کې یی امنیتی چارواکو له لوری بریدونه دفع او ۷ تتنه طالب په دی نښته کې وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه په دی نښتو کې یو سرتیری شهید او یو بل هم ټپی شو.
د غزنی والی ویاند وویل چی شنبی شپی امنیتی ځواکونو هوایی بریدونو په ترڅ کې، ۵ تنه طالب د ګیلان په ولسوالی کې وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
د غزنی دا سیمه ایز مقام په وینا، طالبان یو ملکی کس د قره باغ په ولسوالی او یو بل ملکی کس د غزنی مرکز ارزوی په سیمه کې وژلی دی.
طالبانو سیمه ایز سرچینی د دوو ملکی وګړو وژل کیدنه ردوی؛ خو ددی نښتو په اړه تراوسه څه نه دی ویلي.
د غزنی سیمه ایز چارواکی په دی ولایت کې  د طالبانو ټکولو لپاره پراخ عملیات رامنځته کولو څخه خبر ورکوی.
 
 
https://avapress.com/vdchwinzq23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته