کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو قوماندان د کابل برید په غبرګون کې دښمنانو ته سخت خبرداری ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 ثور 1397 ساعت 14:51

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن په کابل کې د پر له پسې ځانمرګي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې هیڅکله به د افغانستان دښمنان پر افغانانو بریالي نه شي.


نوموړی د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې ورته اقدامات به د افغنستان د خلکو په مقابل کې د ناټو ژمنتیا لا زیاتې او پیاوړې کړي.
هغه زیاته کړه، چې ناټو د خپل افغان ملګرو ترڅنګ د هغو کسانو پر ضد ولاړ دی چې د دې خاورې د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ کوي او د سولې په اړه د افغانانو غوښتنو ته د رد ځواب ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پلازمېنه کابل کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې نن سهار لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي.
د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، په وژل شویو کې یو شمېر خبریالان هم شامل دي او لږ تر لږه ۴۵ کسان ټپينا شوي دي.
د راپورونو له مخې، په افغانسان کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو د ننې ورځې بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی ی.


د مطلب کود: 162818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162818/ناټو-قوماندان-د-کابل-برید-په-غبرګون-کې-دښمنانو-ته-سخت-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com