دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 162824
کابل برید، د داعشیانو ادعاوې، او د وسله والو طالبانو چپتیا
داعشیانو په کابل ښار کې د نننې ورځې خونړی برید مسئولیت په غاړه واخیست.
یاد ډله په عربي ژبه د یو بیان په نشرولو سره اعدا کړی چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې اړوند دوه ځانمرګي په کابل کې د حکومت د استخباراتو پر یوه مرکز بریدونه ترسره کړي دي.
خپرپاڼه زیاتوي، چې د برید په ترڅ کې لسګونه کسان وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
خو د افغانستان د امنیه قومانداني چارواکي وایي، د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ګڼ شمېر خبریالان هم شامل دي.
بلخوا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ډله تر اوسه د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی په داسې حال کې چې یاد ډله څو ورځې مخکې د الخندق په نوم د پسرلني عملیاتو د پیل خبر ورکړ.
په همدې حال کې نننی برید د هېواد دننه او د نړی په کچه تند غبرګونونه راپارولې ده.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن په کابل کې د پر له پسې ځانمرګي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې هیڅکله به د افغانستان دښمنان پر افغانانو بریالي نه شي.
نوموړی د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې ورته اقدامات به د افغنستان د خلکو په مقابل کې د ناټو ژمنتیا لا زیاتې او پیاوړې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirraz5t1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته