دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 162960
تیره یوه میاشت کې ۱۸۸ ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ "سي اې پي جي " وايي، په تیره میلادي میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې په امنیتي پیښو کې ۱۸۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۶ نور ټپیان شوي دي.

"سي اې پي جي "د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د اپریل د میاشتې په خپل راپور کې چې نن د چهارشنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې په تیره میلادي میاشت کې زیات ملکي تلفات په کابل کې په دوو تروریستي بریدونو کې پیښ شوي دي.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ"سي اې پي جي " چې هره میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه خپروي، په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تیره میاشت د کابل په لودیځه خوا د دشتې برچي د "قلعه ناظر" په سیمې په ځانمرګي برید کې ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۹ نورټپیان شوي وو.
د دغه راپور له مخې د روان میلادي کال په لومړیو څلور میاشتو کې په افغانستان کې تر ټولو زیات ملکي تلفات د اپریل په میاشت کې پیښ شوي دي.
د دغه راپور له مخې د مارچ په میاشت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر ۴۴۳ تنو ته رسیدلی وو.
د اپریل په میاشت کې په کابل کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې له خوا په دوهم برید کې د نهو خبریالانو په ګډون۲۲ تنه ووژل شول او ۴۷ نور ټپیان شول.
د "سي اې پي جي "د راپور له مخې په تیره میلادي میاشت کې له کابل وروسته په زیات شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د کندز ولایت دشت ارچي په ولسوالۍ کې په یوه مدرسه د افغان ځواکونو په هوايي برید کې پيښه شوې ده.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، په دغه بمبارۍ کې پنځوس ملکي وګړي وژل شوي، چې شل تنه یې ماشومان دي.
همداشان د دغه ګروپ د راپور له مخې په کندز کې ۷۰ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
"سي اې پي جي " ګروپ کې تر شلو پورې غیرې حکومتي ادارې او مدني ټولنې بنسټونه شامل دي.
افغان حکومت په کندز کې په دومره شمیر د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه مني او وایي، ژر به په دې اړه خپل راپو خپور کړي.
افغان حکومت تر اوسه د کندز د دشت ارچي په بمبارۍ د اوو تنو وژل کیدل او د شاوخوا پنځوسو نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ، سربیره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر هم په دغه هیواد کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه درې میاشتني راپورونه خپروي.
یوناما لا د ملکي تلفاتو په اړه د روان میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو راپور نه دی، خپور کړی.
په افغانستان کې هرکال په پسرلي کې د هوا په ګرمیدو د افغان حکومت او د حکومت د وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړې زور اخلي، چې له امله یې ملکي وګړي هم ز یان ویني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjm8evyuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته