کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لومړنی برښنایي تذکره نن ولسمشر غني ته ورکول کیږی

لومړنی برښنایي تذکره نن ولسمشر غني ته ورکول کیږی , 13 ثور 1397 ساعت 9:23

ټاکل شوې چې د برښنایي تذکرو وېش بهیر نن سماً د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پیل شي.


دارګ ماڼی د رسنیز اړیکو مسئول حامد سوزان وایي، د برښنایي تذکرو د وېش بهیر به نن رسماً د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پیل شي.
نوموړی زیاته کړه، چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر د پرانستی مراسمو په ترڅ کې به ولسمشر غني خپل برښنایي تذکره ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د برېښنایي تذکرو لپاره د بایومټریک اخیستنلو بهیر کابو دوه نېمې میاشتې مخکې پیل شوې وه.
د نفوسو د احوال د ثبتولو د مرکزي ادارې ویاند روح الله احمدزي ویلي وو، چې دغه بهیر په ارګ ماڼی کې پیل شوی او په لومړی پړاو کې یې د ولسمشر محمد اشرف غني، د لومړی مېرمنې بي بي ګل او د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش څځه اسنادونه اخیستل شوي او د بایو مټریک او د فورمونو چارې بشپړې شوې دي.
 خو د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له دې وړاندې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر پر ځنډولو تینګار کړی وه.


د مطلب کود: 162967

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162967/لومړنی-برښنایي-تذکره-نن-ولسمشر-غني-ته-ورکول-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com