کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان ولایت کی ماین چاودنه شوی

14 ثور 1397 ساعت 6:46

راپونه وایی، په بغلان کې ۱۱ تنه وسله والو هغه مهال د خپل ماین په چاودنه کې و وژل شول، چې غوښتل یې د یاد ماین د سړک د غاړې خښ کړي.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه  نن ورځ نه  خپره شوې خبرپانه کې ویلی، چې وسله والو طالبانو د غوښتل د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جر خشک په سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، چې خپله پر دوی چاودلی دی.
په خبر پانه کی ویلی، چې په دغه ماین چاودنه کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتوی، د یاد ولایت د کیهان په دره کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
په خبر پانه کی ویل شوی، چې ددغه جګړه کې د وسله والو یو فلانکوچ ډوله موټر او یو عراده موټر سایکل هم له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 163011

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163011/د-بغلان-ولایت-کی-ماین-چاودنه-شوی

آوا
  https://www.avapress.com