کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بدخشان کې د طالبانو پر مواضعو درنه توپچي او هوایي بریدونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 ثور 1397 ساعت 11:22

د بدخشان ولایت په مربوطاتو کې د درنه توپچي او هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه وسله وال طالبان ټپیان هم شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د تشکان ولسوالی په دودګه کلي کې د توپچي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.
د شاهین قول اردو په وینا، د کوهستان ولسوالی په مربوطاتو کې هم د هوایي بریدونو په ترڅ کې یو تن وژل شوی او درې نور طالبان ټپيان دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ولایت په تشکان او کوهستان ولسوالیو کې له څو ورځو راهیسې نښتې او پوځي عملیات دوام لري.


د مطلب کود: 163039

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163039/بدخشان-کې-د-طالبانو-پر-مواضعو-درنه-توپچي-او-هوایي-بریدونه

آوا
  https://www.avapress.com