دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 163071
غزنی کې بزګرانو ته اصلاح شوی تخمونه ورکړل شو
افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت غزنې کې نږدی ۸۰۰ بزګرانو ته اصلاح شوی تخمونه وویشل.
 
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې د غزني په مرکز او یو شمېر نورو ولسوالیو کې په ۳۰۰ ښځینه او ۵۰۰ نارینه بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل.
نوموړی وايي چې دغه تخمونه د مېوو او سبزیو وو .
د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د کال ترپايه د هېواد په کچه، د ۵۰۰ ميلیونو افغانیو په ارزښت، څه باندې ۱۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو ووېشي.
د دوی په خبره، په دې سره به د بزګزانو حاصلات ښه او په کورني اقتصاد کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
https://avapress.com/vdcd5s0ffyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته