دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۴۱
د مطلب کود : 163098
غزنی کې وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اړولي
د غزني ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو خبر ورکړی او په دغو جګړو کې یې طالب وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، چې دا جګړې د د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د لارې په اوږدو کې شوي، چې په ترڅ کې یې د ښاغلي نوري د ادعا له مخې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل، چې په دې جګړو کې د ملي اردو یو صاحب منصب وژل شوی او پولیس ټپي شوی دی.
ښاغلي نوري وویل " تیره شپه وسله مخالفانو د غزني او پکتیکا په لویه لار د دوو جرونو په ایستلو د غزني د مرکز په شاوخوا پوستو، د غزني او پکتیکا ترمنځ د لویې لارې پر پوستو او د انډر پر ولسوالۍ د ډله ییز برید نیت درلود، چې د برید د پیل وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوایي بریدونو سره مخ شول".
د غزني ولایتي چارواکي وايي، په هوايي بریدونو کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو هم برخه لرله.
تراوسه وسله والو طالبانو د غزني د ولایتي چارواکو د ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
همداشان د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په دغه ولایت کې په بیلو امنیني پيښو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
 

 
https://avapress.com/vdcco1qs42bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته