کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان او زابل کې ۱۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 ثور 1397 ساعت 11:37

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د زابل په دای‎چوپان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال ۱۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.


سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې مرکز ترینکوټ کې افغان هوايي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو څلور مهم پټن ځایونه بمبار کړي چې په‎کې ۸ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وايي، یادو هوايي بریدونو کې دوه موټر چې چاودېدونکي توکي په‎کې ځای پر ځای شوي وو، له‎منځه تللي او د وسله‎والو طالبانو یو میل دهشکه هم ویجاړه شوې ده.
بل‎خوا علوي وايي، د زابل دای‎چوپان ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۰ وسله‎والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د نوموړي په وینا دغه نښته کې ۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ويلي.


د مطلب کود: 163123

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163123/ارزګان-او-زابل-کې-۱۵-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com