دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 163133
د خوست روغتیایي چارواکي د واکسین په تطبیق کې مرسته غواړي
د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او خلکو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ یا فلج پر ضد د واکسینونو په تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي.
نن د یکشنبې په ورځ د پولیو یا ګوزڼ پر ضد د واکسین د ملي کمپاین د پرانیستغونډې په څنډه کې د خوست د عامې روغتیا رئيس ډاکټر حبیب شاه انصاري ازادي راډیو ته وویل چې د پولیو د مرض له منځه وړل د افغان حکومت له مهمو موخو څخه دي او هڅه کوي چې په نېږدې راتلونکې کې د نړۍ د ډېریو هېوادونو په شان، افغانستان کې هم دا مرض له منځه ولاړ شي.
د عامې روغتیا رئيس د سپېرې ولسوالۍ اړوند د میرڅپر په سیمه کې چې د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر کورنۍ هم په کې مېشتې دي، د واکسین د نه رسېدو په باب وویل چې له ځايي مشرانو سره په اړیکه کې دي او ښايي ژر هغې سیمې ته د دوی د ټیمونو ورتګ ته زمینه برابره شي.
بل خوا دیني عالمان درملنه او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې یوه دینی وجیبه بولي او وایي، خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوي او له نورو خلکو هم غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسین کولو کې غفلت او بې پروايي ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د نړۍ د هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې تر اوسه هم په کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې موجودې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc11qs12bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته