کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې ۳کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 ثور 1397 ساعت 15:20

"دا درې کسان چې د بادغیس او هرات اوسېدونکي و، غوښتل یې یو کېلو او ۵۳ ګرامه نشه يي مواد د هرات یوولسمې او نهمې ناحیې ته انتقال کړي."


په هرات ولایت کې درې کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"دا درې کسان چې د بادغیس او هرات اوسېدونکي و، غوښتل یې یو کېلو او ۵۳ ګرامه نشه يي مواد د هرات یوولسمې او نهمې ناحیې ته انتقال کړي."
په یوه بله پېښه کې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت نږدې یو کېلو ګرام بېلا بېل نشه يي مواد په یوه کور کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.
ښاغلی ولیزاده وايي چې د کور خاوند تښتېدلی او پولیس یې په لټه کې دي.


د مطلب کود: 163149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163149/په-هرات-کې-۳کسان-د-نشه-يي-موادو-قاچاق-تور-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com