له یادې ډلې، ۲۵ ترهګر د اندړو ولسوالۍ او د غزني د لویې لارې اړوند په سردې بند، چهاردیوال، رشیدخیلو، پیر شهباز، شالیز، زیوچ او آزرو کلان سیمو، ۸ ترهګر د ارزګان د مرکز اړوند ګرم آب، سوله او سفید خار سیمو، ۷ ترهګر د زابل په دایچوپان ولسوالۍ او ۶ ترهګر د هلمند په نهرسراج او ګرشک ولسوالیو کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، چې د یکشنبې په ورځ د روان کال د غوایي په ۱۶ مه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: " همدا اوس په ۱۲ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۳ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۲ هوایي بریدونه شوي دي".
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۶۳ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، کونړ، لغمان، کاپیسا، غزني، لوګر ارزګان، کندهار، بادغیس، بلخ، بدخشان، فاریاب او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)