دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 163186
ترکیې سلګونه نور افغان کډوال وشړل
ترکي چارواکو په وروستي اقدام کې سلګونه هغه افغان او سوریايي کډوال خپلو هېوادونو ته شړلي دي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نلرل.
د ترکیې دولتي خبري اژانس وايي په شړل شویو کې ۳۲۴ افغان کډوال دي چې د ترکیې په ایزمیر ایالت کې نیول شوي وو.
اژانس وايي دا ټول کډوال د "انساني قاچاقو پر ضد د ترکیې په بېلابېلو برخو کې د پولیسو په عملیاتو" کې نیول شوي وو.
انساني قاچاق کوونکي خپل کسان د اژه سمندر له لارې په ناقانونه توګه یونان ته انتقالوي. د ترکیې پولیسو همدغه راز ۹۰ سوریايي کډوال هم نیولي چې وايي ښځې او ماشومان هم په کې دي.
ترکیه اروپا ته د ورتلو یوه عمده لار ده چې تر نورو ډېر جګړه ځپلي افغانان، سوریایان او عراقیان هڅه کوي له دې لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان تېره اونۍ اعلان وکړ چې ترکیې په څه کم یوې میاشتې کې ۷۱۰۰ افغان کډوال په زوره شړلي دي، خو د ترکیې حکومت وايي چې دا خلک په خپله خوښه ستانه شوي دي.
ترکیه دا مهال په نړۍ کې د کډوالو ستر کوربه هېواد بلل کیږي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې یوازې د سوریې درې میلیونه خلک په ترکیې کې کډوال دي. وزارت اټکل کوي چې ۱۵۰زره افغان کډوال هم په دغه هېواد کې مېشت دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaen6i49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته