دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 163251
له پاکستاني علماو څخه د افغان طالبانو غوښتنه
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو مشرتابه له پاکستاني علماو غوښتي چې د افغانستان په اړه د اسلامي علماو په نړیوال کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
ټاکل شوې چې دغه کنفرانس په نژدې راتلونکو کې د اندونزیا په کوربه جوړه شي.
خو وسله والو طالبانو پاکستاني علماو ته د یوې لیک په استولو سره له هغوي نه غوښتي چې په دغه کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼه د یو راپور په نشرولو سره لیکلي، چې د طالبانو د لیک یوه کاپي یې ترلاسه کړې ده چې د یاد ډلې له خوا د پاکستان د علماو شورا ۲۲ غړو ته استول شوي.
طالبانو په خپل لیک کې پاکستاني علماو ته ویلي، چې د پاکستاني علماو له خوا د دغه کنفرانس پرېکوڼ به د ټولو (طالبانو او پاکستاني علماو) په ګټه وي او له دغه اقدام سره د توطئو مخه به ونیول شي.
د پاکستان د علماو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي وایي، د طالبانو لیک ترلاسه کړی دی خو د افغانستان په اړه د نړی د علماو په کنفرانس کې به د ځینو نورو ستونزو له امله ګډون ونه کړي.
خو مولانا اشرفي ویلي، چې د هغه تر مشری لاندې پاکستاني علما د نړی په هر ګوټ کې له سولې څخه ملاتړ کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdks0ffyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته