کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ۷ تنه پاکستانې وسله وال او ۱۲ تنه طالبان وژل شوی

18 ثور 1397 ساعت 11:49

ملی امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې عملیات ترسره کړي چی په ترڅ کې یی ۷ تنه پاکستانې وسله وال وژل شوی او ۱۲ تنه طالبان وژل شوی دی.



د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د مومندرې ولسوالۍ په بیلې سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو په نظامي مرکزونو ځآنګړي عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د ۵ سرګروپانو په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان،چې اووه تنه په کې پاکستاني اتباع دي، وژل شوي او همدا راز اته نور ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شوو وسله والو طالبانو کې د ارشاد مشهور په حاجي ، شمالي، قاري جنت مشهور په قاري عمر، ثاقب او افریدي په نومونو قوماندانان هم شامل دي .
د ولایت مقام په وینا، یادو وسله والو طالبانو پلان درلود،چې د مومندرې او بټي کوټ ولسوالیو په مقامونو ډله ییزې حملې ترسره کړي،چې له وړاندې د دوی په لمنځه وړلو یې پلان شنډ کړای شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ۵ میله پیکا،۴ میله راکټې،۹ میله کلاشینکوفونه، ۸ پایې ایکم مخابرې، شل د را کټ مرمۍ، ۹ حلقې ماینونه،سل متره د ماینونو لین،د پیکا اته شریدونه او په لوی مقدار سره مهمات او چاودیدونکې توکې کشف او ورته چاودنه ورکړل شوې ده .
 


د مطلب کود: 163262

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163262/ننګرهار-کې-۷-تنه-پاکستانې-وسله-وال-او-۱۲-طالبان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com