دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 163345
په کابل کې ننۍ بریدونو په اړه راپورونه
نن د افغانستان په پلازمینه کابل کې بریدونه ترسره شوی چی د افغانستان ملی امنیت ریاست په دی اړه وایی چی ددی بریدونو ترشا حقانی شبکې لاس ښکېل دی.

د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نننی بریدونه د حقاني شبکې او لښکر طیبه ډلې له خوا پلان شوي دي.
بلخوا په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې یا داعش د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې د نننی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
یاد ډله په عربي ژبه د یو بیان په نشرولو سره ادعا کړی، چې د دشت برچي په سیمه کې ډلییز برید د اسلامي دولت خراسان ډلې د ځانمرګو له خوا ترسره شوی دی.
په دغه برید کې د وژل شویو کسانو د کره شمېر په اړه معلومات په لاس کې نشته.
خو یوه امنیتي سرچینه وایي، د برید په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د غرمې پر مهال د کابل په دشت برچي او شهر نو سیمو کې یو شمېر وسله والو ډلییز بریدونه پيل کړل.
په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون وایي، د پیښو له ځایونو څخه تر اوسه ۶ کسان دغه روغتون راوړل شوي چې له ډلې څخه یو تن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، د کابل د لسمې امنیتي حوزې په برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وسله وال ښکېل دي چې له ډلې څخه تر اوسه دوه او یا هم درې وسله وال وژل شوي دي.

 
https://avapress.com/vdchkxnzm23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته