دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 163368
کابل بریدونو په اړه ولسمشر غنی حکم
هیواد امنیتی ارګانونو پرون کابل بریدونو په اړه راپور ولسمشر غنی په مشری د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومانداني غونډې ته وړاندې کړ.

د کابل د بریدونو د څرنګوالې او د راپور د جزئیات په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر  او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان د یادو غي د تروریستي پېښو د محکومولو ترڅنګ امنیتي او دفاعي ځواکونه له دې امله وستایل چې د زیاتو تلفاتو د مخنیوي په موخه یې د نننیو ترهګریزو بریدونو په مهارولو کې خپله وړتیا وښوده او پر وخت یې اقدام وکړ، دغه راز یې اړوندو مسوولینو ته په نننیو تروریستي پېښو کې د شهید شویو امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د عاجلې رسیده‎ګۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
ولسمشر غني یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د امنیت د تامین او د تروریستي ډلو د ځپلو او د هغوی د شومو پلانونو شنډولو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د ارګ ماڼی په وینا، دغه راز ولسمشر غني د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې د کابل په لویدیځ کې نوې امنیتي حوزه راروانه اوونۍ افتتاح کړي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د غونډې په پای کې د فاریاب د بل چراغ، د بغلان د تاله‎و‎برفک او د زابل د دای چوپان ولسوالیو او د فراه ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د یادو ولسوالیو او د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي په خاطر یې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcce1qs42bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته