دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 163375
افغان ځواکونو د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیوله
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځواکونو نن د پنجشنبې په ورځ سهار ۴:۳۰ بجې د فاریاب د بلچراغ له ولسوالۍ وسله وال طالبان شړلي او اوس دا ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په لاس کې ده.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بلچراغ ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې ۲۲ طالب وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د سه شنبې په شپه دا ولسوالۍ له یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه.
د افغانستان دفاع وزارت تیرماښام دغې ولسوالۍ ته د خپلو سرتیرو د ننوتلو خبر ورکړی وو.
د فاریاب ولایتي چارواکو هم د طالبانو څخه د بلچراغ د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او ویلي دي، چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ ودانۍ ته زیان رسولی دی.
د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو له دغې ولسوالۍ څخه د وتلو پر مهال په ولسوالۍ کې موجود ځینې دولتي اسناد هم له منځه وړي دي.
ښاغلي بیدار وویل " تیر مازیګر د کماندو ځواکونو په رسیدلو د بلچراغ ولسوالۍ هم د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې راغله، اوس مهال سیمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. دوه ورځې وړاندې دا ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې وه او طالبانو د ولسوالۍ او امنیه قوماند انۍ ودانیو او دروازو ته زیان رسولی او شمیر اسناد یې هم له منځه وړي دي".
د فاریاب ولایتي شورا رئیس طاهر رحماني د طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ د مرکز د نیولو پر مهال په جګړه کې افغان ځواکونو ته د سر د دروند زیان خبر ورکړی وو.
ښاغلي رحماني امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي وو، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ولسوالۍ پر سر په جګړه کې تر اویاو پورې افغان سرتیري مړه او ټپیان شوي وو.
وسله وال طالبان، چې یوازې د ولسوالیو د نیولو خبر ورکوي تراوسه د دغې ډلې د وسله والو له خوا د بلچراغ د ولسوالۍ له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي.
همداشان وسله والو طالبانود غې ډلې د وسله والو له لاسه د بدخشان د کوهستان د ولسوالۍ د وتلو په اړه هم څه نه دي ویلي.
تیره اونۍ افغان ځواکونو د طالبانو په کنټرول کې د شاوخوا ۲۴ ساعتونو د پاتې کیدو وروسته د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ بیرته له وسله والو طالبانو ونیوله.
که هم افغان ځواکونو دا دوه ولسوالۍ بیرته نیولي، خو د بغلان د تاله او فرفک ولسوالۍ، چې اوړمه ورځ طالبانو نیولې لا هم د دغې ډلې د وسله والو په لاس کې ده.
افغان امنیتي ځواکونو تیره ورځ یو شمیر هغه سرتیري، چې د طالبانو له خوا د تاله او برفک ولسوالۍ د نیولو پر مهال غرونو ته تښتیدلي وو، ژغوراي او د هلیکوپټرو په وسیله د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته لیږدولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0en6m49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته