دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 163386
د جمعې پر ورځ په جاکارتا کې د سولې درې اړخیزه ناسته جوړیږي
ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ د ( غویی ۲۱) په جاکارتا کې د افغانستان، پاکستان او افغانستان د عالمانو تر منځ درې اړخیره ناسته جوړه شي.
په دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو ۶۰ عالمان د افغانستان دجګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
دغه راز یوې سرچینې په ډاګه کړې، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د اندونیزیا بلنه رد کړې او طالبانو د پاکستان له عالمانو غوښتي، چې په دې درې اړخیزه ناسته کې ګډون ونکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc41qse2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته