دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 163387
د کندهار په ریګستان او غورک کې ۷۵ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي تېره شپه وسلوالو طالبانو د رریګستان او غورک ولسوالیو په اړوند سیمو کې د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو وسلوال بریدونه کړي، چي وروسته بیا د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي دي.
 درانی زیاتوي، چي په دواړو ولسوالیو کې۳۰ وسلوال او پېنځه سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۴۵ وسلوال او اووه سرحدي ځواکونه ټپیان دي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چي د سیمې خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتې.
 د دولت وسلوالو مخالفینو تر دې دمه د تېرې شپې د جګړې اړه څه ندي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjs0f5yt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته