دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 163397
هرات کې د خونړی چاودنې مخه ونیول شوه
په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو وایي، د هرات ولایت د فارسي ولسوالی په مربوطاتو کې یې د یوې خونړی چاودنې مخه نیولې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د ظفر قول اردو منسوبینو د وسله والو هغه پلان شنډ کړي چې غوښتل یې د فارسي ولسوالی په دشت قلعه کلي کې د عمومي سړک په غاړه ځای پر ځای چاوېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceox8zfjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته