دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 163400
پاکستان او افغانستان د "تجارتي اړیکو پر بیا رغولو" موافقه وکړه
کابل او اسلام اباد موافقه کړې چې تجارتي اړیکې ښه کړي او د اقتصادي فعالیتونو او ترانزیت د ښه تنظیم لپاره نور ګامونه واخلي.
د پاکستان د (نیشن) ورځپاڼه وايي له افغانستان څخه یو تجارتي پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د ملي امنیت د سلاکار سره دا تړون لاسلیک کړی دی.
دواړو خواوهمدغه راز د سوداګرو پر مخ د پرتو خنډونو اوستونزو په لېرې کولو او ختمولو هم موافقه وکړه. افغان پلاوي د پاکستان د تجارت له وزیر محمد یونس داغه سره هم لیدلي دي.
راپور وايي د افغان پلاوي مشري د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي کوله چې د نورو اړوندو وزارتونو استازي هم ورسره وو.
پاکستاني مطبوعات داسې مهال د دغه تړون خبر ورکوي چې د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر زاهدالله شینواري څو ورځې مخکې ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له څه باندې دوه میلیارده ډالرو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته کمه شوې ده.
د دغه کار علتونه د سوداګرۍ په اړه د پاکستان د حکومت سختې تګلارې، د کابل-اسلام اباد ترمنځ سیاسي ستونزې او په دوامداره شکل د تورخم د د روازې بندول په ګوته کړل.
ښاغلي شینواري خبرداری ورکړ که حکومتي تګلارې بدلې نشي د دواړو هېوادونو ترمنځ به تجارت "ختمه" شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي وو چې تېرکال (لمریزکال) له پاکستان سره ۱.۳ میلیارد ډالر سوداګري کړې وه چې واردات او صادرات په کې شامل وو. خو په ۲۰۱۶ کې بیا دا سوداګري ۲.۲ میلیارد ډالر وو.
له نړۍ سره د افغانستان د تېرلمریز کال د ټولو صادراتو او وارداتو اندازه د ښاغلي الکوزي په خبره اووه میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې ډېر له پاکستان، ایران، هند او چین سره دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjytevyuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته