کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د دفاع وزیر وايي افغان ځواکونه کم خو غوره دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 ثور 1397 ساعت 17:44

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس وایي که څه هم چې په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی، خو کم او روزل شوی افغان پوځ د طالبانو په ضد ښه جنګ کولای شي.


ښاغلي متیس وویل چې د افغانستان په جگړه کې د افغان پوځ د بریالیتوب لپاره د امریکا او ناټو سلاکارانو رول خورا مهم دی.
ښاغلي متیس وویل د افغانستان وضعیت ته په کتو او د امریګا د تګلارې په اساس د کمیت په پرتله د افغان قواو کیفیت مهم دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتیس دفتر سیگار څو ورځې مخکې ویلي وو چې د تیر کال په پرتله سږکال د افغان ځواکونو شمیر ١٠٪ راټیټ شوی دی.
افغان کمانډو ځواکونه
د افغان پوځ تر ټولو غښتلي قواوې افغان کماندو ځواکونه دي چې اوس یې شمیر ۲۰ زرو سرتیرو ته رسیږي او د جنگ عملیاتو زیاته برخه پرمخ وړي. ټاکل شوې چې د افغان کماندو ځواکونو شمیر ۲۳ زرو ته لوړ شي.
ښاغلي متیس پدې ټینگار وکړ چې د افغان پوځ د ځانگړو ځواکونو د روزنې او بریالیتوب لپاره د لویدیځو هیوادونو د سلاکارانو رول خورا مهم دی.
هغه زیاته کړه چې د امریکا د پوځي سلاکارانو له لورې روزل شوي افغان ځانگړي ځواکونه او کماندو د کلونو په اوږدو کې د طالبانو سره په جگړه کې ماتې نده خوړلې.
د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزوف دانفورډ هم د افغانستان ځانگړي ځواکونه یا کماندو چې په عمومي توگه امریکایي روزونکو روزلي تر ټولو موثره ځواک وباله. هغه هم په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو په روزنیر ماموریت ټینگار وکړ.
ښاغلي متیس پدې غونډه کې دا هم وویل چې د افغان ځواکونو د تهاجمي بریدونو په زیاتیدو سره اوس طالبان د افغان سرتیرو سره د جگړې توان نلري او په ځای یې په اسانو اهدافو باندې بریدونه کوي لکه د انتخاباتو د ثبت او راجستر په مرکزونو چې په ښاري سیمو کې دي.
دغو دواړو امریکایي لوړپوړو پوځیانو لاهم د افغانستان د پوځ په لیکو کې د خیالي سرتیرو د شتون نه شکایت درلود او د سنا مجلس ته یې د افغان سرتیرو د لوړو تلفاتو په هکله هم څرگندونې وکړې.
تیره اونۍ افغان امنیتي مقاماتو د هغه هیواد پارلمان ته وویل چې یواځې د یوې اونۍ په ترڅ کې څه دپاسه ٢٥٠ افغان سرتیري په جگړه کې وژل شوي دي او شاوخوا ۳۶۰ نور سرتیري ټپي شوي دي


د مطلب کود: 163412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163412/د-امریکا-دفاع-وزیر-وايي-افغان-ځواکونه-کم-خو-غوره-دي

آوا
  https://www.avapress.com