دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 163426
پاکستان پیښور ښار کې چاودنه شوي
خیبر پښښتونخوا مرکز پیښور ښار کې چارواکې وایی چی په دی ښار کې په یو هوټل کې د چاودنې له امله ګڼ شمیر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پېښور ښار امنیتي او د ۱۱۲۲ ژغورنې ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي، د جمعې په شپه ناوخته د پېښور ګلبهار سیمې ته څېرمه په بلال ټاون نومي سیمه کې یوه چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۵ کسان یې وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په چاودنه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي.
چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي، خو تر دې دمه یې لا د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdchixnz-23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته