کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې ۲۳ تنه امنیتی ځواکونه شهید او ټپیان شوی دی

22 ثور 1397 ساعت 11:18

په فراه کې سیمه ایز چارواکې وایی چی د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې، ۲۳ تنه امنیتی ځواکونه شهید او ټپیان شوی دی.



ناصر مهری، د فراه والی ویاند و آوا ته وویل چی تیره شپه طالبان د امنیتی اردو او نظم عامه پر څو پوستو باندی د فراه رود، شیوان، پشت رود سیمو او لاش او جوین یورش ولسوالی کې برید کړی دی.
هغه وویل چی په دی پوستو کې د تلفاتو شمیر دقیق نه دی ګزارش شوی خو ۸ تنه په فراه رود، ۲ تنه په شیوان، ۳ تنه په پشت رود او ۲ تنه نور د لاش او جوین په ولسوالی کې شهید شوی دی.
همدارنګه هغه زیاته کړه چی ۵ تنه نور امنیتی ځواکونه په دی نښتو کې ټپیان شوی دی.
د فراه والی ویاند په وینا، طالبان امنیتی پوستو د نیولو په مقصد دا بریدونه ترسره کړی دی.
له بل لوری ځینی سرچینی په فراه کې وایی چی تیره شپه ۲۳ تنه نظم عامه سرتیری د رج په سیمو کې د لاش و جیون ولسوالی کې شهید شوی دی.
دا سرچینه ویلی چی ملاسلام طالبانو پیژندل شوی قومانده هم وژل شوی دی.
د فراه والی ویاند وویل چی ۲۴ تنه طالبان وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
 


د مطلب کود: 163460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163460/په-فراه-کې-۲۳-تنه-امنیتی-ځواکونه-شهید-او-ټپیان-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com