کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې داعش تروریستی ډله خپل ۹ غړۍ وژلي‎

22 ثور 1397 ساعت 11:26

ننګرهار اچین ولسوالی کې داعش تروریستی ډله خپلمنځې نښتې له امله لږ ترلږه ۹ تنه وسله وال وژل شوی دی.



د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې مخې د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو باغ درې سیمه کې د خپل منځې اختلافاتو په ترڅ کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت په هسکه مینه او اچین ولسوالیو کې د تېرو ۱۸ ساعتونو په ترڅ کې د عملیاتو او خپل منځې نښتو په ترڅ کې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي دي .
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت مقام وایي، د هسکه مینې ولسوالۍ په خم میرانو سیمه کې نن سهار ګډو کورنیو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د هوایي ځواک په مرسته د عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال وژلي،چې د اوو تنو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا عملیات وروسته له هغې په هسکه مینه ولسوالۍ کې ترسره شول،چې نن سهار وخته داعشیانو د لکړۍ په سیمه کې پر یوه پوسته برید ترسره کړل او په ترڅ کې یو سیمه ییز پولیس په شهادت ورسیدو.
د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګدون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 163463

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163463/په-ننګرهار-کې-داعش-تروریستی-ډله-خپل-۹-غړۍ-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com