کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولانا سمیع الحق ویاند: له افغان طالبانو نه مو د سولې لپاره غوښتنه نه دی کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 ثور 1397 ساعت 15:37

د مولانا سمیع الحق په مشری د دارالعلوم حقانیه چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د یاد مدرسې مرستیال مولانا انور الحق له افغان طالبانو غوښتی چې د سولې په بهیر کې ګډون وکړي.


د حقانیه مدرسې یوه ویاند ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د مولانا انور الحق په حواله خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.
نوموړی زیاته کړه، چې د افغانستان په اړه د دیني عالمانو په غونډه کې مولانا حق په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مولانا حق په حواله داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې نوموړی له وسله والو طالبانو غوښتی چې چنګ څخه لاس واخلي او د سولې په بهیر کې ګډون وکړي.
مولانا سمیع چې د طالبانو د پلار په نامه مشهور دی او د حقانیه مدرسې بنسټ ایښودونکی دی چې ځينې مهم طالب مشران له دغه مدرسې څخه فارغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مولانا سمیع الحق مرستیال او یو شمېر نور پاکستاني دیني عالمان په اندونزیا کې د افغاستان د جګړې په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړي وو.
د غونډې په پایله کې د افغانستان، پاکستان، او د اندونزیا دیني عالمانو له طالبانو وغوښت ترڅو له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې په اړه د ولسمشر غني وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي.


د مطلب کود: 163486

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163486/مولانا-سمیع-الحق-ویاند-له-افغان-طالبانو-نه-مو-د-سولې-لپاره-غوښتنه-دی-کړی

آوا
  https://www.avapress.com