دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 163497
افغانستان او ترکیې ترمنځ هوایی دهلیز پرانیستل کیږی
افغان چارواکو په وینا، افغانستان او ترکیې ترمنځ به په راتلونکې اونۍ کې هوایی دهلېز پرانیستل شی.

د بانکدارۍ په چارو کې د جمهوري ریاست د ارشد مشاوریت د عامه اړیکو مسؤل سمیر رسا نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د هوایي دهلېز د هوکړې په چوکاټ کې لومړی الوته به په راتلونکي کې اوونی کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه، چې په غه الوتنه کې ۱۵ ټنه سوداګریز توکې ترکیې ته انتقال شي چې په کې د غالیو، پوستکو، او میوو په ګډون توکې به شامل وي.
نوموړی دا هم وویل، چې په راتلونکي اوونی کې به د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ هم لومړنی هوایي دهلېز پرانیستل شي.
د ښاغلي رسا په وینا، سعودي ته په لومړنی الوتنه کې به کابو ۵ ټنه سوداګریز توکې انتقال شي چې د هېواد پر صاداراتو به یې ښه اغیزې ولري.
هغه د افغان حکومت د راتلونکو برنامو په اړه وویل، چې د مرمر ډبرو اړوند کاروبار به د هېواد د ملي صادراتو په سټراتیژي کې شامل شي چې پر مټ به یې بهر ته د افغانستان د مرمر ډبرو د صادراتو لپاره هم زمینه برابره شي.
https://avapress.com/vdcf1mdyew6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته