دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 163512
د کابل ښار له څلورو ناحیو ۲۵۰ تنه معتادین را ټول شول
د کابل ښار له څلورو ناحیو ۲۵۰ تنه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته وسپارل شول.
 د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د غوښتنې کمولو رئیس ناصر شریف د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې له پل سوخته څخه یې معتادین را ټول، ازادي راډیو ته وویل چې د کابل د امنیه قوماندانۍ په همکارۍ مو د کابل د درېیمې، پنځمې، شپږمې او اوومې ناحیې څخه ۲۵۰ معتادین را ټول او د در ملنې لپاره مو د ابن سینا زر بستریز او نورو روغتونونو ته واستول.
نوموړي وویل:
"یوه ستونزه شته چې هغه نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی دی، همدا ستونزه ده چې کله موږ د معتادینو درملنه کوو، له بده مرغه چې له روغتون څخه تر رخصتېدلو وروسته بېرته نشو ته مخه کوي، اصلي علت یې بېکاري ده، په دومره شمېر زیاتو خلکو ته کاري فرصتونه پیدا کول مشکل کار دی."
په کابل کې د معتادینو را ټولولو د ګډ ټیم مسئولین وايي چې د روان کال له پیل څخه بيا تر اوسه پورې یې تر زرو زیات معتادین له کابل ښار، په تېره بيا له هغو سيمو راټول کړي چې هلته ګڼه ګوڼه ډېره وه. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfs0fxyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته