دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۴
د مطلب کود : 163516
په زابل کې د ۲۲ تنو پولیس سرتیرو وژل کیدنه او څلور امنیتی پوستو سقوط
په زابل ولایت کې د طالبانو سختونو بریدونو په ترڅ کې، د زابل ولایتی شورا وایی چی په نویو نښتو کې، ددی ولایت په ارغنداب ولسوالی کې څلور امنیتی پوستی سقوط کړی او ۲۲ تنه سرتیری وژل شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عطاجان حق بیان، ولایتی شورا مشر ددی خبر په بیان سره آریانا نیوز ته، خبرداری ورکړی چی که مرستندویه ځواکونه دا ولایت ته ونه استول شی، نوری سیمې به هم سقوط وکړی.
د هغه په وینا، په دی بریدونو کې ۷ تنه سرتیری هم ټپی شوی دی.
ښاغلی حق بیان همدارنګه وویل چی د ای چویان، ارغنداب او نوبهار ولسوالیو کې هم مسلح مخالفین ځینی پوستو ته سقوط ورکړی دی.
دا په داسی حال کې دی چی تیره شپه هم د طالبانو سره امنیتی ځواکونو نښتو په ترڅ کې په دای چویان، بادام ګل، ولسوالی کې د ارغنداب ولسوالی پخوانۍ پولیسو قوماندان چی په خدمتی توګه طالبانو سره جنګ ته دایچویان ته تللی وو، وژل شوي دی.
خو د زابل والی ویاند په وینا، د دای چوپان ولسوالی په نښتو کې طالبان د ۱۰۰ څخه ډیر تلفات ورکړی دی.
د زابل پولیسو قومانده د ۱۷ ورځو راهیسی د دای چوپان په ولسوالی کې د مخالفانو سره نښته کې مصروف دی، سربیره پردی، تراوسه نښتې په دی سیمه کې نه خلاص شوی.
دا په داسی حال کې دی چی فرید بختور، د فراه ولایت ولایتی شورا مشر وایی چی د بالابلوک ولسوالی کې د امنیتی ځواکونو دوه پوستو سقوط په ترڅ کې، ۴۳ تنه امنیتی سرتیری وژل شوی او د ۱۰ څخه ډیر ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchzxnz-23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته