دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۰
د مطلب کود : 163517
په ځانګړو عملياتو کې ګڼې وسلې، مهمات، نشه يي توکي او درې وسله وال نيول شوي
د هلمند ولایت چارواکی وایی، په دی ولايت امنيتي او دفاعي ځواکونو د شاوخوا لس ورځو په لړ کې په بېلابېلو سيمو کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو ګڼې سپکې او درنې وسلې، مهمات، وسايط، نشه يي توکي، ليکلي اسنادونه، درې وسله وال او نور ګن توکي نيولې دي، چې نن په ملي امنيت رياست کې رسنيو ته وښودل شول.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی، د هلمند والي حيات الله حيات د يادو نيول شويو توکو په اړه رسنيو سره د خبرو پر مهال د سرښندو امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه، چې تل يې دخاورې او ملت ساتلو په موخه د دښمن لوی ترهګريز پلانونه شنډ کړي او پر وړاندې يې اغېزلروونکې عملياتونه ترسره کړي دي.
ښاغلي حيات زياته کړه، د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې درې وسله وال مخالفين نيول شوي او د مهمو قومندانانو په ګډون شپږ تنه نور وژل شوي دي.
هلمند والي وويل: پدې عملياتو کې ۵ ميله پيکا، ۳ ميله راکټ انداز، ۶ ميله کلاشينکوفونه، ۲ ميله سل ډزي وسلې، پر دې سربېره ۵ بېلابېل ډول موټرونه، ۲ موټر سايکلونه، ۲۸۴ کړۍ بېلابېل ډول ماينونه او لاسي بمونه، ۱۲۷ د بېلابېل ډول غټو وسلو مرمۍ او زرګونه د وړو وسلو مرمۍ نيول شوي دي.
ښاغلي حيات وړاندې وويل ددې عملياتو په ترڅ کې ۴۰ کيلوګرامه بيست او ۱۵۰ کيلوګرامه تارياک هم د ملي امنيت ځواکونو نيولي دي، چې د امنيه قومنداني د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت ته به وسپارل شي.
سرچنیو زیاتویی: ملی امنيتي او دفاعي ځواکونو د يادو وسلو، مهماتو، وسايطو او مخالفينو په نيولو او وژلوسره د وسله والو طالبانو لوی ترهګريز پلانونه شنډ او مات کړ.
https://avapress.com/vdcizpazyt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته