دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۷
د مطلب کود : 163519
ایران او اسرائیل ترمنځ شخړی زور اخیستي
د ایران او اسرائیل ترمنځ یو بل ته خبرداریو او لفظي جګړې زور اخيستی دی.

د لبنان د جولان له لوړو پر اسرائیل د وروستیو راکټي بریدونو او بیا د سوريې په خاوره کې د اسرائیلي الوتکو هوايي حملو د تهران او تل اب
دغه ایراني ملا ویلي چې هېواد به یې خپل د لېرې واټن ویشتونکو میزایلو پروګرام پراخ کړي او که اسرائیل د هغه په خبره، احمقانه عمل وکړي، نو تل ابیب او بل اسرائیلي ښار هیفا به له خاورو سره یو کړي.
د لبنان د پارلمان رئیس نبیل بیري چې له ایران پلوې حزب الله شیعه ډلې سره نېږدی دی، متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی دی چې که پر ایراني اهدافو بریدونه دوام وکړي، نو هفه زر تنه امریکايي سرتېري به له خطر سره مخ شي چې دا مهال په سوریه کې دي.
بل لور د اسرائیل د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته خبرداری ورکړی چې په خپل هېواد کې د ایران پوځي حضور ختم کړي، کنه زیان او ستونزې به وویني.
لیبرمن ویلي، زه اسد ته پیغام لرم چې ایرانیان لېرې کړه، قاسم سلیماني او د قدس ملېشه لېرې کړه، د دوی شتون تاته ګټه نه، بلکې زیان رسوي.
یب ترمنځ شخړه زیاته کړې ده.
د ایران یوه مخکښ مذهبي مشر ایت الله احمد خاتمي د جمعې په ورځ وویل، که اسرائیل د ایران ننګولو ته دوام ورګړي، نو له تباهۍ سره به مخ شي.
سپینې ماڼۍ ویلي، اوس وخت رسېدلی چې د نړۍ ملتونه پر ایران فشار راوړي چې خپل خطرناک چلند بدل کړي.
https://avapress.com/vdca6en6o49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته