دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 163531
فراه کې څه دپاسه ۲۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین کیږي
د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي، ټاکل شوې چې دا ځل په دې ولایت کې دوه سوه او اته زره تر پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.
ډاکټر شایق زیاته کړه، که څه هم په تیرو کمپاینونو کې د فراه په ولسوالیو کې د یو لړ ستونزو سره مخ شوي و، خو دا ځل هیله مند دی چې له کومې ستونزه پرته پولیو واکسین عملي کړای شي.
هغه وویل"موږ ددې کمپاین په لړ کې ۶۰ شپیته تنه کوردیناتوران،۲۱۰ دوه سوه او لس تنه سوپرویزران او ۱۷۰۰ یو زره او اوه سوه واکسیناتوران ټاکلي دي چې ټول د ماشومانو په واکسین کولو بوخت دي. د پولیو واکسین دا ځل کمپاین پنځه ورځي ادامه لري، او ټاکل شوې چې دوه سوه او اته زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړل شي".
د فراه ولایتي شورا هم دا ځل پر ټولو کورنیو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړي.
د فراه ولایتي شورا استازۍ داد الله قانع د دیني عالمانو او قومي مشرانو څخه غواړې، چې په کلیو او بانډو کې کورنۍ د پولیو واکسین په ګټو وپوهوې تر څو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړي.
ده وویل"زما د ټولو دیني عالمانو او قومې مشرانو څخه هېله ده تر څو ټولي کورنۍ ماشومانو د پولیو واکسین ورکولو ته وهڅوي. زه د یونسف او عامې روغتیا چارواکو څخه هم غواړم چې د قومې مشرانو او دیني عالمانو په واسطه خلک د پولیو واکسین په ګټو وپوهوي".
په همدې حال کې د فراه قومي مشران هم ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین پر ورکړه ټینګار کوي.
قومي مخور استاد حمیدالله خان وایي، ګوزڼ ناروغۍ ډیره خطرناکه او تل پاتې معلولیت را منځته کوي، چې درملنه یې یوازې د پولیو په دوه ځاځکو واکسین کې ده اواړینه تر ده څو هر ځل ماشومانو ته ورکړل شي.
هغه وویل"ټولو دیني عالمانو، مشرانو او کورنیو ته زما پیغام دادی چې ګوزڼ ډیره خطرنامه او تل پاتي معیوب کوونکي ناروغي ده، خو پولیو واکسین ماشومان د تل لپاره د ګوزڼ له ناروغۍ څخه ژوغورې، نو ماشومانو ته د واکسین ورکول ډیره ضروري خبره ده".
په فراه ولایت کې دیني عالمان هم پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال بولي او د ټولو کورنیو څخه غواړې چې خپل ماشومان، د پولیو واکسین په وسیله د ګوزڼ له نارغۍ څخه وژغوري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexx8zzjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته