د پاکستان امنیتي چارواکي او محلي رسنۍ وايي، دې هېواد یو امریکايي ډیپلوماټ جوزف امانوئل ته چې په یو ترافیکي پېښه کې ښکېل و، اجازه نهده ورکړې چې له پاکستانه ووځي.
پاکستان یو امریکايي ډیپلوماټ ته له هېواده د وتلو اجازه نهده ورکړې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 ثور 1397 ساعت 12:14
د پاکستان امنیتي چارواکي او محلي رسنۍ وايي، دې هېواد یو امریکايي ډیپلوماټ جوزف امانوئل ته چې په یو ترافیکي پېښه کې ښکېل و، اجازه نهده ورکړې چې له پاکستانه ووځي.
«د نیشن» او «ایکسپرس ټربیون» پاکستانیو ورځپاڼو د راپور پر بنسټ له دې یوه ورځ مخکې په اسلاماباد کې یوې محکمې اعلان وکړچې د اپریل په اوومه نېټه د هغې ترافیکې پېښې په اړه چې یو ۲۲ کلن موټر سایکل چلوونکی پهکې ووژل شو، د دې امریکايي ډیپلوماټیک مصؤنیت صدق نهکوي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دوو امنیتي چارواکو له خولې چې نوم یې نهدی اخېستل شوی ویلي، هغه امریکايي الوتکه چې له اسلاماباده د امریکا د نظامي اتشه جوزف امانوئل د ایستلو لپاره ورغلی و، بېرته ستنه شوې او نوموړي ته د وتلو اجازه نهده ورکړل شوې.
دا امریکايي ډیپلوماټ تورن دی چې د اپریل په اوومه نېټه یې له یوې سرې اشارې څخه په تېرېدو یو موټر سایکل سپور وژلی دی.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت پهدې اړه له تبصرې ډډه کړې او په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند هم د دې راپورونو تأیید یا تردید نهدی کړی.
د مطلب کود: 163540