چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان د غویی له ۱۱ مه نیټې څخه د غویی تر ۲۳ مه نیټه د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
د چارواکو په وینا، اکثریت کسان په بېلا بېلو وسله والو غلاو په تړاو د امنیتي ځواکونو له خا نیول شوي دي.
خو چارواکي وایي، د نیولو شویو کسانو په ډله کې یو شمېر قاتلین هم شامل دي او یو تن د یو مېرمن د قتل په تړاو نیول شوی دی.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې، مهمات، او لاسې بمونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام ړو زیاتوالی راغلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)