دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 163618
د افغانستان په جنګ کې د پانګونې په اړه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ادعاوې
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوا ادعا کوي، چې د افغانستان په روانو جګړو کې د بریا په خاطر په پراخه کچه پانګونه شوې ده خو د سولې په بهیر کې د بریا په موخه هیڅ پانګونه نه دی شوی.
نوموړی په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د موجودو ستونزو د حل په موخه او د زخمنو د درملنې په خاطر باید جدي ګامونه پورته کړای شي.
د ښاغلي جنجوا په وینا، پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په پایله کې او له کلونو راهیسې په پاکستان او افغانستان کې بې ګناه خلک وژل کېږي او ټینګار یې وکړ چې دواړو هېوادونو تر هر څه زیات سولې ته اړتیا لري.
ښاغلي جنجوا دا هم وویل، چې پر امریکا د ترهګرو د برید په پایله کې پاکستان یوازې له نړیوالې ټولنې سره مرسته کړې ده، خو امریکا او نړی پر پاکستان تور پورې کوي چې ګواکې پاکستان له ترهګرو ډلو سره مرستې کوي.
هغه دا هم وویل، چې بلخوا وسله وال طالبان پر پاکستان نیوکې کوي او ادعا کوي چې پاکستان د افغانستا په جګړه کې له امریکا سره مرستې کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6en6a49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته