دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 163620
په غزني کې ۱۷ طالبانو او ۶ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو او قره‌باغ ولسوالیو او په مرکز کې ۱۷ وسله‌وال طالبان او ۶ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۲ بجې د غزني ولایت مرکز اړوند د متاول د سیمې پر امنیتي پوستو برید کړی چې پر مهال‌یې ۳ وسله‌وال طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي او ۵ وسله‌وال طالبان او ۲ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، په همدې شپه شااوخوا ۲ بجې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په چار دېوال سیمه کې ملي اردو د وسله‌والو طالبانو پر یو مرکز توپچي برید کړی چې پر مهال‌یې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ ټپیان دي او په خبره‌یې چې د یاد برید پر مهال د وسله‌والو طالبانو یو عراده ډاډسن موټر او یو میل دهشکه هم له‌منځه تللي.
نوموړی زیاتوي چې په همدې شپه وسله‌والو طالبانو د قره‌باغ ولسوالۍ په مرکز کې هم د سیمه‌ییزو پولیسو پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي چې پر مهال‌یې ۲ افغان سرتېري وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
نوري وايي چې د یادو یریدونو پر مهال هم وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره‌یې چې په اړه‌یې کره معلومات نه‌لري.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxs0fzyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته