دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 163622
کندز ښار کې ۶۰۰ ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې شوي
د کندز ولایت د کتلوي معافیت مسولین وايي، د پولیو واکسین د تیر کمپاین پر مهال د کندز په ښار کې۶۰۰ تنه ماشومان ځکه له واکسین کولو پاتي شوي چې کورنیو یې خپلو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو له ورکولو سره مخالفت کولو.
له دې مخکې د کندز په ملرغي سیمهکې ۴۰۰ ماشومان د وسله والو ډلو له خوا له واکسین کولو پاتي کیدل خو اوس د ښار دننه هغه خلک چې له تبلیغي مرکز سره اړیکې لري خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي.
په کندز کې د نړیوال صحي سازمان WHO ولایتي مسول ډاکټر عبدالکریم باجوړی وايي، دوي ته تر اوسه له هیڅ یوې کلیوالې سیمې څخه د واکسین درد کوم راپور نه دی ورغلی، خو د کندز په ښار کې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې ماشومان نه دي واکسین شوي او کورنیو یې له واکسین سره مخالفت کړی.
هغه زیاتوي، چې د کندز د ښار دننه یو ډلهتبلغیان خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي.
" باید مونږ په اطراف کې د واکسیند انکار پېښې در ولودلای خو له ولسوالیو او کلیو څخه د واکسین د رد راپور نه لرو، خو د کندز ښار دننه د واکسین سره د مخالفت راپور لرو، دغه ماشومان چې د کورنیو له خوا یې واکسین رد شوي شمیر یې دقیق ځکه نه دی چې تر اوسه دغه راپور توحید شوی نه دی خو د اټکل له مخې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ ماشومانو پورې له واکسین څخه پاتي شوي، دغه خلک چې واکسین ردوي د دعوت او تبلیغ غړي دي".
د کندز د کتلوي معافیت مسول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي چې د پولیو په تیرو دوه کمپاینونو کې ۶۰۰ ماشومان ځکه د پولیو له څاڅکو پاتي شوي چې کورنیو یې ممانعت کړی او دا هغه خلک دی چې په تبلیغ کې یې وخت لګولی دی.
"د واکسین په تیر کمپاین کې ۶۰۰ ماشومانو ته واکسین نه دي رسیدلي او د کورنیو له خوا یې ممانعت شوی دی، دغه خلک دا اوازې هم خپروي چې واکسین نسل خرابوي او د هغو کورنیو له خوا ماشومانو ته د واکسین ورکولو ممانعت شوی چې تبلیغیان دي او هڅه کوي د نورو کورنیو ذهنیتونه هم خراب کړي".
د کندز یو تن دیني عالم ذاکرالله حقاني وايي، په هر مسلمان لازم دی چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او د پولیو څاڅکي هغه درمل دي چې د مرض له راتګ وړاندې مخنیوی کوي.
" د واکسین تطبیق د فلج د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار ده، هر مسلمان مکلفیت لري چې باید د خپلو ماشومانو د فلج د مخنیوي لپاره د پولیو څاڅکي ورکړي. او پیغمبر علیه السلام هم وايي چې هر مرض دوا لري نو ځکه باید خلک خپل ماشومان د فلج په مقابل کې واکسین کړي".
په کندز کې تر دې پخوا د وسله والو له خوا په کلیو کې ماشومانو ته د واکسین ورکولو مخالفت کیده، خو دا ځل د کندوز د ښار دننه د هغو کورنیو له خوا ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ورکولو مخالفت کیږي چې غړي یې د تبلیغ له مرکز سره اړیکې لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0mdy0w6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته