کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو خپلواک کمیسون د دار الانشاء سرپرسته له دندې استعفا ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1397 ساعت 14:44

د ټاکنو خپلواک کمیسون د دار الانشاء سرپرستې د تذکرو پر کاپۍ د ستیکر لګولو په غبرګون کې له خپلې دندې ګوښه شوې او په دې اړه یې رسنۍ هم ډاډه کړې دي.


د ټاکنو خپلواک کمیسون د دار الانشاء سرپرستې شهلا حق رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د تاکنو لپاره د نوملیکنې د ګډونوالو پر تذکرو د ستیکر لګولو پر ځای د تذکرو پر کاپيانو د ستیکر لګولو سره مخالفت لري او په دې اړه له دې سره مشوره هم نه ده شوې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوملیکنې په بهیر کې د ګډونوالو د امنیت په خاطر دغه پرېکړه کړې؛ ځکه، چې له یوې خوا په ښارونو او ولایتونو کې زورواکي پر زور له خلکو تذکرې ټولوي او له بلې خوا خلک د طالبانو له وېرې پر اصلي تذکرو ستیکرونه نه لګوي.
د شهلا حق د څرګندونو له مخې: پر کاپۍ د ستیکر لګول عملي نه دي او کیدای شي نورې ډېرې ستونزې رامنځته کړي؛ نو د دې لپاره، چې مسلکي او باتجربه کادرونو ته د کار زمينه برابره شوې وي، د انتخاباتو قانون د ٢٤مې مادې د ٤ مې فقرې له مخې، زه د کميسيون د دارالانشاء رياست له سرپرستۍ  خپله استعفا وړاندې کوم.
باید وویل شي، چې یو شمېر نورو کارپوهانو او ادارو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې پر کاپيو د ستیکر لګول به په ټاکنو کې پراخو درغلیو او ګډوډیو ته لار اواره کړي.


د مطلب کود: 163625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163625/د-ټاکنو-خپلواک-کمیسون-دار-الانشاء-سرپرسته-له-دندې-استعفا-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com