دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 163660
نواز شریف: پاکستان خپل بهرني سیاست له امله منزوی شوي
د پاکستان پخواني لمړي وزیر نواز شریف ویلی چی د پاکستان بهرنی سیاست د پاکستان د منزوی لامل شوی او له دی تګلاری له امله انزوا سره مخ دی.

هغه د ډان نیوز سره په مرکه کې وویل،چې د قربانیو سره سره د پاکستان فلسفې د نړی لپاره د منلو وړ نه دی، خو افغانستان فلسفې منل کېږي، او دغه موضوع جدي بیا کتنې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.
افغان چارواکي وایي، حقاني شبکې د طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان ځواکونو او حکومت بریدونه کوي.
بلخوا د ممبي بریدنو په اړه هم د ښاغلي شریف څرګندونې جنجال جوړ کړی دی.
ښاغلي شریف ویلي وو، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو موسسې فعالې دي. کېدای شي دغو ډلو ته د غیر دولتي موسسو نوم ورکړل شي. خو ایا کولی شو دغو ډلو ته اجازه ورکړو ترڅو له سرحد نه تېر شي او په ممبي ښار کې یې ۱۵۰ کسان په ډزو ووژني؟
د ښاغلي شریف دغه څرګندونې په هند کې غبرګونونه راپارولي دي او هندي رسنيو په خپلو راپورونو کې لیکلي چې د پاکستان د پخواني لومړی وزیر څرګندونې د ممبي برید تر شا د پاکستان د ښکېلتیا په ډاګه کوي.
افغان، امریکایي، او هندي چارواکو تل ادعا کوي
 
https://avapress.com/vdch-xnzv23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته