دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 163663
نواز شریف: پاکستان باید خپله خاوره کې هند ضد وسله والو په وړاندی جدی اقدام وکړی
پاکستان پخوانی لمړی وزیر نوازشریف ویلی چی ستری محکمی ځکه د واکه لیری کړي چی غوښتل په پاکستان کې هند ضد وسله والو ډلو سره د پوځ همکاری ختمه کړي.
 د پاکستان نظامي او ملکي مشرانو د ښاغلي شریف پدې څرګندونو سخته غوغا کړې.
مخکني صدراعظم د پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي و چې وسله والې ډلې په پاکستان کې فعالې دي. هغه په مرکې کې همدارنګه ویلي و چې پاکستان باید پخپلې خاورې کې د هند ضد وسله والو ډلو په خلاف جدي اقدام وکړي.
نواز شریف په مرکې کې ویلي و چې د اساسي قانون له مخې باید چې په پاکستان کې یو حکومت وي. ښاغلي شریف په غیرې مستقیم ډول ویلي دي چې په پاکستان کې پوځ "موازي حکومت" دی.
په پاکستان کې په پوځ انتقاد کول "سره کرښه" ده او دا پدې معنی چې هیڅوک باید دا کار ونکړي.
د پاکستان د ملي امنیت شورا د دوشنبې په ورځ (مې ۱۴مه) په ځانګړې غونډې کې د مخکني صدراعظم نواز شریف څرګندونې ناسمې او غولوونکي یادې کړلې.
د پاکستان د واکمن ګوند سیاسي مخالف عمران خان بیا په مخکني صدراعظم تور لګولی چې "د پاکستان ملي ګټو ته یې زیان رسولی". عمران خان همدارنګه ویلي دي چې نواز شریف دې د دې څرګندونو په خاطر محاکمه شي.
https://avapress.com/vdcaien6e49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته