دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 163673
پر فراه ښار د طالبانو برید او د افغان دفاعي ځواکونو غبرګون
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، په فراه ښار کې وسله والو طالبانو د ډلییز برید په ترڅ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له تاکتیکي غبرګون سره مخ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسله والو نن سهار د فراه ښار له شمال څخه د ریګي په نوم لهه امنیتي پوسته څخه د ۷۰ فرقې په لور بریدونه پیل کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۷۰ فرقې د مربوطاتو ترڅنګ د ښار د لویدیځ دروازې او د ۵۱۷ لار په مربوطاتو کې عملیات پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې تر اوسه ۸ تنه وسله وال وژل شوي او۳ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت ډاډ ورکوي، چې د ملي پوځ اړوند ټول اوپراسیونونه او جز او تامونه د طالبانو په وړاندې په عملیاتو بوخت دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د ملي اردو هوایي او کومانډو ځواکونه هم د طالبانو پر مواضعو عملیات پیل کړي دي.
په همدې حال کې د ولایتي ځینې غړي وایي د فراه ښار په بېلا بېلو سیمو کې نښتې روانې دي خو وسله والو تر اوسه نه دی توانیدلی چې د ښار مهم سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzfb8frhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته