نوموړي لومړی په پل علم کې د کابل له ارغندي څخه د ۲۲۰ ولټه برېښنا د انتقال سب سټېشن پرانيست او ويې ويل چې په دې سره به ۱۳ زره کورونه او همدارنګه سوداګريزې او صنعتي ساحې له برېښنا برخمنې شي.
له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د کابينې يو شمېر غړي هم ملګرتيا کوي او ټاکل شوې چې په علم کې د قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او د ښځو د حقونو فعالانو يوې غونډې ته وينا هم وکړي.
د کابل له ارغندې څخه د لوګر له لارې جنوب ختيځو ولايتونو د يادې برېښنا د انتقال لپاره په لوګر، پکتيا او خوست کې څلور سب سټېشن جوړ شوي او تېره مياشت د ولسمشر غني له لوري پرانستل شوي دي.
په ټوليز ډول د کابل له ارغندې سټېشن څخه تر خوست پورې د دې پروژې اوږدوالی ۲۰۱ کيلومتره دی او د ۱۳۹۴ هجري لمريز کال د ميزان په مياشت کې يې کارونه پيل شوی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)