دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 163691
ځانګړي ځواکونو د فراه ښار په څنډو کې د تروریستانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي
د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د فراه ښار په څنډو کي د تروریستانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ځکمنیو عملیاتو سره سم د ملي اردو هوایي ځواکونه د چهار باغ او باغ پل په سیمو کې د دښمن مواضع په نښه کوي او تر دې مهاله یې تر لسو تنو زیات تروریستان له منځه وړي دي.
ځانګړو ځواکونو د پخوانۍ فرقې سیمه، محبس او د ملي امنیت ریاست د پوره امنیتي پوښښ لاندې راوستلي او دغو سیمو ته متوجه ګواښونه یې له منځه وړي دي.
 
وسله وال تروریستان د ښار په څنډو کې د افغان ځواکونو لخوا په شا تمبول شوي او له سیمي څخه د تېښتي لپاره د ملکي خلکو په کورونو کي پټیږي.
 
دښمن اوس د فراه ښار د یزدي، سید اباد او حیدرقلي په سیمو کي لا هم موجود دی، خو د افغان ځواکونو لخوا یې د له منځه وړلو عملیات په چټکۍ سره دوام لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9fb88rhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته